افغانستان د نړیوال جام د غوراوي د سیالیو پایلوبه وګټله

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن /یکشنبه/ د نړیوال جام د غوراوي جام پایلوبه له ویست انډیز څخه په ۷ ویکټونو وګټله او د ۲۰۱۹ نړیوال جام ته د لومړي ټیم په توګه ووت.

د ویست انډیز په وړاندې دا سیالي د شهزاد په پر له پسې څلوریزو پیل او د محمد نبي په درو سر په سر شپږو پای ته ورسېده.

افغانستان دا سیالي په ۷ ویکټونو او ۵۶ توپونو وګټله.

ویست انډیز، چې پچه ګټلې وه، افغانستان ته ۲۰۵ منډې هدف وټاکه خو افغان لوبغاړو په نسبتاً اسانه دا هدف پوره کړ.

د ویست انډیز ټول لوبغاړي په څلوېښتم اوور وسوځېدل.

محیب الرحمان ۴، ګلبدین نایب ۲ او ۳نور لوبغاړي راشد خان، دولت ځدراڼ، او شرغ الدین اشرف وسوځول.

شهزاد محمدي، چې له کلبدین نایب سره پرانیستګر لوبغاړی و، په ۹۳ توپونو ۸۴ منډې وکړې.

نایب ۱۴، ورپسې رحمت شاه په ۷۸ توپونو ۵۱ منډې وکړې.

سمیه شینواري ۲۰ او محمد نبي یوازې په ۱۲ توپونو ۲۷ ناسوځېدلې منډې وکړې. سمیع شینواری هم ونه سوځېد.