په نړیوال جام کې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم تاریخي بریا

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن /یکشنبه/ د کرکټ په نړیوال شل اووریزو سیالیو کې د لومړي ګروپ تر ټولو غښتلي ټیم ویست انډیز ته په ۶ منډو ماتې ورکړه.

ویست انډیز په روان تورنمنټ کې هیڅ ماتې نه وه کړې. دغه ټیم د لومړي ګروپ نورې لوبډلې لکه سریلانکا، جنوبي افریقا او انګلیستان ته ماتې ورکړې وه.

2پچه ویست انډیز وګټله خو پرېکړه یې وکړه چې لومړی بیټنګ افغانستان وکړي. افغان لوبغاړو په خپلو ۲۰ اوورونو کې د ۷ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ویست اندیز ته ۱۲۴ منډې هدف وټاکه.

تر ټولو زیاتې منډې نجیب الله ځدراڼ وکړه. ده په ۴۵ توپونو ۴۸ منډې وکړې.

شهزاد په ۲۵ توپونو ۲۴ اصغر ستانکزي په ۲۸ توپونو ۱۶ منډې وکړې.

د افغان لوبغاړو د منډو جدول:

2افغان باولران لا ښه وځلېدل. راشد خان ۲، محمد نبي ۲، امیر حمزه ۱، حمید حسن ۱او کلبدین نایب ۱ ویست انډیزي لوبغاړي وسوځول.

په دې مسابقه کې نجیب الله ځدراڼ استثنايي توپ ونیوه (کېچ کړ).

د افغان لوبغاړو باولینګ

2همداراز د لوبې حکم د افغان لوبغاړو له لوري د یوه ویست انډیزي لوبغاړي پر سوځولو سترګې پټې کړې. د افغانستان له ټیم سره د انګلیستان په مسابقه کې هم حکم په یو مورد کې زیاتی وکړ، د انګلیستان تر ټولو تکړه لوبغاړی معین رن اوټ شوی و، خو سترګې يې پرې پټې کړې.

د ویست انډیز په وړاندې د افغانستان نننۍ بری له دې نظره هم مهم دی چې دغه ټیم د خپل ګروپ نور ټول ټیمونه مات کړي او له بلې خوا ویسټ انډیز د روان شل اووریز جان یو له اصلي کاندیدانو څخه دی.

د ۱۰ غوره لوبډلو په روان ټورنمنټ کې افغانستان او پاکستان هر یوه درې – درې مسابقې بایللي خو بنګله دېش څلور واړه بایللي دي. افغانستان د دې سیالیو په لومړي پړاو کې ۳ ټیمونه مات کړي ول.

د ویسټ انډیز لوبډلې ته ځغلنده کتنه:

ویست انډیز په ۲۰۱۲ م کال د شل اوریزو مسابقو اتلولي ګټلې، او د ۲۰۱۴ کال په شل اوریز جام سیالیو کې یې درېم مقام ترلاسه کړی دی.

ویست انډیز په ۲۰۰۹ کې څلورم شوی او په ۲۰۱۰ کې تر دوهم پړاوه رسېدلی دی.

د ویسټ انډیز د قوت ټکی پاور هیټینګ او د ضعف ټکی د باولینګ دیپت یا ژورتیا ګڼل کېږي.

د ویست انډیز په تکړه لوبغاړو کې یو هم بټسمن کریس ګېل (Chris Gayle) دی.

ده په نړیوالو شل اووریزو سیالیو کې ۸۷ شپږیزې وهلي.

دارین سامي د ویست انډیز بل تکړه ال راوڼدر لوبغاړی دی. ده په ۴۷ نړیوالو شل اووریزو سیالیو کې ۵۲۶ منډې کړي دي.

دی په باولینګ کې هم خاص مهارت لري.

سامي په ۵۵ شل اووریزو نړیوالو مسابقو کې ۳۴ لوبغاړي سوځولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *