افغان کرکټ تیم باید اوس څه وکړي؟

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په زیمبابوې کې د ۲۰۱۹ کال د کرکټ نړیوال جام ته د غوراوي لوبو اتل شو او تر دې مخکې په دې لوبو کې د ۶ امتیازونو د ترلاسه کولو په مټ وتوانیده چې په نړیوال جام کې د ګډون حق ترلاسه کړي.

 له دې سره د افغان لوبډلې مخې ته په حقیقت کې لار هواره نه شوه، لار سخته شوه. سختي په دې کې ده چې په انګلستان او ویلز کې به په نړیوال جام کې راتلونکی میلادي کال له خورا پیاوړیو لوبډلو سره لوبه کوي، هلته به متحد عربي امارات نه وي، هلته به له هانګ کانګ سره هم نه مخامخیږي هلته به د هند، استرالیا، جنوبي افریقا، انګلستان، نیوزیلنډ، پاکستان، سریلانکا او بنګله دیش په څیر لوبډلو سره لوبه کوي. په دغو ټیمونو کې یوشمیر پخوا د نړیوال جام اتلان شوې دي. دا لوبډلې په خپلو هیوادو کې د کرکټ د روزولو ښوونځي لري د همدې هیوادو روزونکي په نړۍ کې لوبغاړي روزي. د دې ترڅنګ افغانانو تر اوسه ډیره لوبه په هند، بنلګه دیش، متحد عربي اماراتو او زیمبابوې کې کړې ده د دغو هیوادو پیچونه د ورو توپ اچونکو لپاره مساعد دي، خو د ویلز او انګلستان میدانونه د تیز توپ اچوونکو لپاره سازګاره دي.

د دې لپاره په نړیوال جام کې افغان ټیم باید دې ته پام وکړي چې تیز باولرانو ته سر له اوسه پاملرنه وکړي د ۱۹ کلونو ټیم کپتان  نوین الحق ښه باولر دی نو که چیرته یوه لور ته دولت ځدران په راسته توپ باولنګ وکړي او بل لور ته نوی الحق، نو د ویلز او انګلستان په پیچونو بیټسمینانو ته سرخوږی جوړولی شي.

په زیمبابوې کې د غوراوي په لوبو کې په پیل کې افغان لوبډله ښه ونه لوبیده او په حقیقت کې چانس ورسره یاري وکړه چې د ۲۰۱۹ کال یوه ورځني نړیوال جام ته غوره شوه. د افغان لوبډلې د کمزوري ټیکو ته که په زیمبابوې کې د غوراوي ټورنمنټ په ترڅ کې وکتل شي نو د افغان ټیم د ضعف ټکی د دوی بیتنګ و. د بیتنګ په برخه کې دغه لوبغاړي چې په تیرو دوو کلونو کې د افغانستان په لوبډله کې لوبیدلي دي ښایي که هرڅومره خواري وکړي تر دې ښه نه شي خو دوی مجبوره دي چې نړیوال جام ته تیاریانې وکړي.

د دې لپاره چې په نړیوال جام کې د نړۍ له ډیرو تکړه ټیمونو سره لوبې دي نو پکار ده چې بیا د غوراوي د لوبو په څير چانسونو ته انتظار نه شو بخت هر وخت له چا سره یاري نه کوي. د همدې لپاره ښایي د نړیوال جام لپاره سر له اوسه دې ته توجه وشي چې لږ تر لږه دوه نوي بیټسمینان ټیم ته جذب شي.

په دې برخه کې هم د ۱۹ کلونو له ټیم څخه دوه تنه ممکن غوره شي او تر نړیوال جام پورې باید دا لوبغاړي په منظم ډول ولوبیږي.

 افغان لوبډلې ته پکار دي چې تر نړیوال جام مخکې که چیرته امکانات وي په داسې هیوادونو کې لوبې وکړي چې هلته د انګلستان په څیر پیچونه وي یعني تیزو باولرانو ته مساعد میدانونه.

که چیرته دغو ټیکو ته د افغانستان کرکټ بورډ سر له اوسه توجه وکړي نو باید دا هیله ولرو چې په نړیوال جام کې به هم افغان لوبغاړي داسې وځلیږي چې نړیوال به ورته حیران شي.