راشد ارمان د نړۍ لومړی درجه باولر وپېژندل شو

تاند- راشد خان، چې په لږ وخت کې د نړۍ د ۱۰۰ ویکټونو د اخیستلو د ریکارډ د جوړولو لپاره یوه ویکټ ته اړتیا لرله، نن /یکشنبه/ د نړیوال جام د غوراوي لپاره په پایلوبه کې د ویست انډیز یو لوبغاړی وسوځاوه او ریکارډ یې جوړ کړ.

راشد ارمان دا ریکارډ په ۴۴ نړیوالو مسابقو کې د ځان په نوم ثبت کړ.

تر دې وړاندې د استرالیا مشهور لوبغاړي میچل سنتارک په ۵۲ مسابقو کې ۱۰۰ لوبغاړي سوځولي ول خو ارمان د ستارک ریکارډ مات کړ.

د دې نړیوال ریکارډ ترڅنګ راشد ارمان اوس د کرکټ د نړیوالې شورا په درجه بندۍ یا رینکینګ کې د نړۍ لومړی درجه باولر یا توپ اچونکی دی.