د کریکټ نړیوالې شورا اجرایه ریس ویلي، د هند او پاکستان تر منځ په نړیوال جام کې د ګروپ سټېج لوبه باید وکړي

بهار سمسور

د کرکـټ نړیوالې شورا اجرائیه ریئس (چيپ ایکزاکیټیو افیسر) ډيوېډ ریچارډسن زیاتوي دا د کریکټ لوبه ده او باید چې د نړیوالو اړیکو لپاره تر سره شي.

تر دې مخکې د هند کریکټ بورډ او دولت له کریکټ نړیوالې شورا څخه په یو لیک کې غوښتي ول چې پاکستان له نړیوال جام څخه حذف کړي.

هندي دولت او استخباراتي ادارې ویلي و هغه هېوادونه چې تروریزم ته لمن وهي باید د ورزش له اړیکو محروم کړل شي تر څو له نړیوالو څخه په جلاوالي فکر وکړي چې د تروریزم له فدیدې څومره زیان رسیږي.

د هندي بورډ د کلکې غوښتنې سره،سره د کریکټ نړیوالې شورا اجرایه ریس ډي وېډ ریچارډسن دغه ټولې اندیښنې پرون پر دې ځواب کړې چې د هندوستان او پاکستان تر منځ به د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام د ګروپ لوبه په منچیسټر کې په ټاکل شوي  تاریخ تر سره شي.