د کریکټ نړیوالې شورا بین سټوکس ناغه کړ

د انګلنډۍ لوبډلې پیاوړی لوبغاړی بین سټوکس د ناوړه چلند له امله د آی سي سي (کریکټ نړیوالې شورا) له لوري جریمه شو او د نوموړي نوم ته یو منفې ټکی هم ور اضافه کړل شو، سټوکس په تلویزون کې له یو مینه وال سره د ناوړه چلند په تبادله کې ښودل شوی و؛ خو اوس نوموړی د کریکټ نړیوالې شورا له لوري د لوبې ۱۵% سلنه جریمه شو او د سټوکس نوم ته یې یوه منفې نمره هم ور اضافه کړه.
د ای سي سي پر وینا چې سټوکس دغه جرم منلی، او پر نوموړي د ای سي سي یاد بندېز هم سټوکس ته د منلو وړ دی. هغه د یادې پیښې وروسته له خپلو مینه والو څخه بښنه هم غوښتې، په داسې حال کې چې د انګلستان کریکټ بورډ مشر اشلې ګیلس وویل چې د انګلیستان نوم څخه ناوړه چلند اخیستل شوی او سخته غندنه یې وکړه.
د یادولو ده چې د انګلستان کریکټ بورډ رئیس اشلې ګیلس وویل، موږ د غونډې ځای ته غوښتنه کړې چې ډاډ ترلاسه کړو تر څو بشپړ امنیت ونیول شي، هغه همدا راز وویل چې سټوکس یوازینی لوبغاړی نه دی چې په ناوړه چلند تورن شوی دی، بلکې ډېر نور لوبغاړي هم شته چې د ورته عمل ښکار شوي دي.