افغانستان د کریکټ نړیوالې شورا له ناستې څه تر لاسه کړل؟

لیکنه: بهار سمسور
د کریکټ نړیواله شورا د کال په جریان کې بېلابېلې ناستې او غونډې لري، چې د شورا غړي/بشپړ عضویت لرونکو هېوادونو عمومي او اجرایه ریئسان پکې ګډون کوي.
سره له دې چې کریکټ نړیواله شورا د خپل تېر او راتلونکي جوړ شوي پلانونه شریکوي، خو د هر هېواد بورډ مسؤلین هم خپل تېر کړي کارونه ښایي ، راتلونکي پلانونه هم شریکوي او خپلې هغه غوښتنې، چې په تېر کې یې له کریکټ نړیوالې شورا څخه کړي وي،د هغې عملي کول غواړي او هم دا چې بیا څه ته ضرورت دی غوښتنې له ادارې څخه کوي.
تېره اونۍ د کریکټ نړیوالې شورا ناسته په لندن کې وشوه، چې د افغان کریکټ بورډ لري کړل شوي عمومي ریس عزیزالله فضلي او اجرایه ریس پکې ګډون کړی و، د دې تر څنګ د نورو هېوادونو مسؤلینو هم پکې برخه درلودله او هر چا ته نوې لاس ته راوړنې او هم د پرمختګ زیري پکې واورول شول.
د هند، انګلستان او اسټرالیا بورډونه خو نیږدې له هرې ناستې خپل سهم ښه په نره او زیاته برخه وړي،چې د نغدو پیسو تر څنګ، په شورا کې خپل شتون قوت، په دې اداره کې د خپلو کسانو دندې، د خپل کریکټ د تقویې لپاره له نړیوالې شورا سره اړیکې ټینګې ساتل او نور.
درې میاشتې مخکې بنګله دېش د کریکټ اسیایي شورا مشري تر لاسه کړه او دا د بنګلادېش لپاره غټه لاس ته راوړنه هم وه.
د کریکټ نړیوالې شورا له وروستۍ ناستې پاکستان ډک لاس کور ته ستون شو، د دې هېواد کریکټ بورډ عمومي ریس احسان ماني د نړیوالې شورا د مالي او سوداګریزې کومیټې مشر وټاکل شو، دا کومیټه د ای سي سي د ساه حیثیت لري، د پیسو او ګټې دروازه ده، چې د کریکټ نړیوالې شورا ته د ګټې تر څنګ د احسان ماني په څېر مدیر په شتون کې پاکستانی کریکټ لا قوي کولی او تجارتي برخه یې پرمختګ کولی شي.
همدا شان د دې هېواد ځینې نور غړي سلمان ناصر د حفاظتي برخې مسؤل، وسیم خان او سانا میر د ښځو کومیټې غړیتوب واخیست.
خو د افغان بورډ عمومي او اجرایه ریسانو چې په دې ناسته کې یې ګډون درلود د هیڅ لاس ته راوړنې خبر یې نه درلوده، یوازې د پیسو زیاتول، چې دا هم د نړیوالې شورا د پالیسۍ برخه وه، نه د دوی غوښتنه، هم دا چې فضلي د نړیوالې شورا د تخنیکي کومیټې غړی هم دی په اړوند برخه کې یې هم د کوم خبر څرک ونه لګیده.

علت او راتلونکي اندیښنې:
کله چې کوم هېواد په هره برخه کې پرمختګ کوي، نو کار اهل د کار ته به سپارل شوی وي،داسې چې که کریکټ لوبه په کوم هېواد کې پر مخ ځي، نو باسواده، قوي او پر کریکټ لوبه بلد کس یې باید مشر وي، خو یوازې دا نه چې عمومي یا هم اجرایه ریس دې لوبغاړی پاتې شوی وي.
دلته تجربه او د کریکټ مدیریت ته دا لومړیتوب نه دی، چې فقط دې یا لوبغاړی وي، یا دې هم په اداره او منیجمېنټ کې یو شپږ شله ماسټرۍ او زده کړې ولري.
د سواد تر څنګ،پر کریکټ پوره بلدیت،د دغې لوبې د تنظیم او مدیریت تجربه، قوي پلان او هم پر نړیواله ژبه انګلیسي برلاسی، د کریکټ له نړیوالو بنسټونو سره اړیکه او مسلسل راشه درشه د کریکټ لوبې د ریئس لپاره مهم اصلونه دي،چې اجرایه ریئس هم باید له دې اصلونو ملامل وي.
له ۲۰۱۰ کال راهیسې، چې افغانستان د نړیوالې شورا غړی دی، هیڅ افغان کس له دې شورا سره دنده او غړیتوب تر لاسه نه کړ، ځکه چې دلته قوي رهبریت شتون نه لري او دې برخه کې کار خو څه چې فکر هم ونه شو.
که خبره د کریکټ نړیوالې شورا د وروستۍ ناستې وکړو، نو افغانستان پکې هیڅ لاس ته راوړنه نه درلوده،د بورډ رهبري یوازې د غونډې مېز ته کیناستل، نوی اجرایه ریس معرفي شو او نور د چای او ډوډۍ لپاره منتظر پاته شول،خو نورو غړو دندې تر لاسه کړې او خپلو هېوادونو ته ډک لاس ولاړل.

د کریکټ د اصولو له مخې د بورډ عمومي ریس تر ټاکل کیدو وروسته دری کاله قانوني دنده باید تر سره کړي او هم اجرایه ریئس.
د افغانستان د کریکټ لپاره لومړۍ بده خبره همدا ده چې دا څلورم عمومي ریئس دی،چې د قانوني دورې تر بشپړولو مخکې دنده له لاسه ورکوي، د کریکټ بورډ د رهبرۍ لپاره په معیار برابر کسان نه دي ټاکل شوي، اړیکې، پیسې او شراکت هغه څه دي،چې د افغانستان کریکټ بورډ مشرۍ ته پرې خلک راځي، خو د قانوني دورې پوره کولو مخکې رخصت کیږي.
د دې غټ تاوان همدا پورته ستونزې دي،چې د افغان کریکټ بورډ عمومي یا اجرایه ریئس د نړیوالې شورا غونډه کې ګډون کوي، هر ځل ورته نوی کس معریفي کیږي، تر څو چې هغه د نړیوالې شورا پیژندنه کوي، اړیکې پخوي او خپل ضرورتونه پلان کوي، تر دې مخکې خپله دنده له لاسه ورکوي.

د افغان کریکټ مینوالو دا غوښتنه ده ،چې ارګ خاص ډول ولسمشر دې د بورډ لپاره پر کریکټ پوه مدیر وټاکي تر څو د افغان کریکټ روان بحراني حالت چې په ظاهر کې سره زر خو د ننه کینسر وهلی ښکاري، جوړ او د منظم پلان له مخې د نړیوالې شورا ملیاردونه ډالر پر ځای ولګیږي، کنه یو وخت به خدای ج مه کړه د افغانستان کریکټ هم د زیمبابوې له برخلیک سره مخ وي.