کریکټ نړیوالې شورا نوی اجرایه ریس ومونده

بهار سمسور

د اوسني اجرایه ریس ډيوېډ ریچارډسن پر ځای د کریکنفو سایټ مسول د  سپورټ ګروپ او تلویزیوني چاینل مشر ماناو سهواني د راروانې جولۍ میاشتې وروسته چې نړیوال جام به پای ته رسیدلی وي خپله دنده د کریکټ نړیوالې شورا د نوي اجرایه ریس په توګه پیلوي.

سهواني تر دې مخکې ۱۷ کاله د ای این پي اېس کریکنفو سایټ او تلویزیوني چاینل سره کار کړی او پخه تجربه هم لري.

ویل کیږي چې دی په تجارتي برخه کې پوره زده کړې هم لري او د ادارې په برخه کې يې تجربه مهم ټکی دی.

د کریکټ نړیوالې شورا عمومي ریس شا شانک منوهر ویلي د ریچرډسن قرارداد پای ته رسیدلی او موږ يې پر ځای یو بل با تجربه کس پر دغه دنده ګمارو ماناو.

دی به له خپلې ټولې کاري تجربې د ادارې په برخه کې له خپلو زده کړو او هم دا چې د سپورت په ډګر کې يې کم زیات ۲۲ کاله خدمت کړی اوس به په نړیوالې شورا کې نړیوال کریکټ ته خدمت وکړي.