ګوګلي ماسټر راشد خان نه لومړی وزیر عمران خان جوړ نه شي؟!

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی راشد خان چې په ملي لوبډله کې د ال رونډر په حېث لوبیږي، د ډار او فشار مله توپ اچونه کوي، دي پیاوړي لوبغاړي د توپ اچونې په برخه کې د ملي لوبډلې لپاره ډېرې زیاتې لاسته راوړنې لرلي دي او تل یې ملي لوبډله له سخت حالته ژغورلې ده. خان څو ورځې دمخه رسنېو ته په ډاګه وویل: چې د نړۍ له هېڅ یوې لوبډلې وېره نه لري.

خان اوس تازه په افغانستان کې د ماشومانو ملاتړ، ادارې یونیسف د ښه نیت سفیر ټاکلی.

یونیسف دا مهال په افغانستان کې د ماشومانو د روغتیا ښوونې او روزنې مرستې ورکونې او یو شمېر نورو برخو کې فعالیت لري، چې ددې ټولو چارو د ښه پرمختګ لپاره د عامه پوهاوي لپاره هم ګامونه اخلي، چې اوس يې د افغانستان د کرکټ لوبډلې مخکښ لوبغاړی راشد خان خپل سفیر ټاکلی.

دې ادارې په خپل خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي  چې دغه مخکښ کرېکټ لوبغاړی به په خپل هېواد کې د ماشومانو د حقونو پرمختګ، د نجونو د تعلیم ودې، د خوارځواکۍ او ګوزڼ ناروغیو لمنځه وړلو او د واکسین پوښښ د کچې زیاتولو په برخو کې له یونیسیف سره مرسته وکړي.

د افغانستان د کرکټ لوبډلې دې لوبغاړي ویلي چې دا د ځان لپاره ویاړ بولم چې په هېواد کې د ماشومانو د ژوند ښه کولو برخه کې مې له هڅو ګټه اخیستل  کیږي

راشد خان وویل په ډېر ویاړ مې غوښتل د افغان ماشوم د پوهنې روغتیا او ټولو مسایلو کې ښکېل شم او لاس نیوی يې وکړم چې له نېکه مرغه دا زمینه راته مساعده شوه او هیله لرم چې په راتلوونکي کې لوی بدلونونه ووینو.

په دې هېواد کې ۶ سوه زره ماشومان چې عمرونه یې له پنځه کلونو کم دي، په جدي خوارځواکۍ اخته دي، شاوخوا دوه میلیونه نور ماشومان په داسې خوارځواکۍ اخته دي چې د عمر په تناسب یې قدونه ټیټ پاتې دي.

په ورته وخت کې د یو لړ نورو خطرناکو ناروغیو سره هم افغان ماشومان لاس او ګریوان دي لکه پولیسو او داسې نور چې روغتیايي مسؤلین ورسره د مبارزې خبره کوي

افغان لوبغاړی راشد خان له تېرو دوو کلونو راهیسې د ماشومانو اړوند مسایلو په ځانګړي ډول د ګوزڼ ناروغۍ له منځه وړلو په برخه کې له یونیسیف سره مرسته کوي.

خان چې له کله نه هم ملي لوبډلې ته راغلی، کرکټ بورډ یې نه دی پښېمانه کړی، له همدې د خان پل هم بختور دی او هر چېرته چې پل ږدي، بد قسمتي له مېنځه وړي.