نړیوال جام مو مخته پروت دی، کرکټ بورډ باید څه وکړي؟

فضل رحیم رحیمي

افغان لوبډلې ته اوس څه کول پکار دي؟ داچې،  نړیوال جام مو مخې ته دی، اوس باید څه وکړو؟

اول خو،  داسې پکار و چې، لوبډلې لپاره تمریناتي کمپ هم په اروپایي هیوادنو کې برابر شوی و چې،  لوبډله مو په پوره ډول د هغه ځای اب هوا سره بلد شوې وه.

که څه هم لوبډله  د ورلډ کپ وړاندې انګلینډ ته ځي،  خو بیا هم افریقایی ویکټې هم د اروپایی ویکټو سره تقریبا نږدې والی لري.  لوبغاړي باید پوره جذبې او کوښښ سره جام کې ګډون وکړي.

عموما د انګلنډ ویکټې فاسټ بالران سپوټ کوي،  ځکه بال کله سوینګ، کله بوونس او کله سکیټ شي، د حمید ،شاپور،  دولت او افتاب په شتون کې فسټ بولینګ مو ډیرښه دی،  دوی دې دا هڅه وکړي چې ټارګیټ ایریا کې توپ اچوونه وکړي، مطلب هغه ځای چې د دوی بال په کې سوینګ کیږي.

په دولت او افتاب به ډیره ذمه واري وي او دوی باید په خپل پوره فکر سره مخکې لاړ شي.

تر ټولو مهم زمونږ بیټینګ لاین دی، چې اکثره وخت ټیم ورسره ستونزو کې وي

که څه هم حشمت او رحمت شاه راتک سره دا ستونزه یو څه کمه لیدل کیږي، خو بیا هم زمونږ اوپنینګ او ټاپ ارډر بیټسمینان اکثریت داسې غټو لوبو کې ایسار وي.

خدای مه کړه، هغه د ۲۰۱۰ نړیوال جام کار ونشي، ټک او سلیپ کې کیچ.

اوپنینګ ډیر مهم دی، اوپنران باید په ویکټ پوره وخت واخلي او حوصله له لاسه ور نه کړي، په ځانګړي ډول شهزاد محمدي دی دې ځان سره نور لوبغاړي هم ولوبوي.

ورپسي رحمت، حشمت او اضغر افغان دې مسوولیت واخلي او همدا شان نبي یا کوم بل سینیر لوبغاړی.

 که چیرته پورتني لوبغاړي خپل مسوولیت په ښه شان ترسره کړي  نو فینشران لرو نجیب شفیق…دوی به هم ډاډه وي.

که څه هم انګلنډ ویکټې سپین بولینګ خاص نه سپوټ کوي، خو زمونږ سپین بولینګ ډیر قوي دی،  نبي،  راشد او مجیب …لکه څنګه چې مخکې ښه ځلیدلي؛ تمه ده چې د انګلنډ په ویکټو هم ښه وځلیږي.

راشد نبي او مجیب یادونه مو مې ځکه وکړه چې دوی د انګلنډ په لیګونو کې په مختلفو پیچونو لوبه ترسره کړې ده.

 بله مهیمه برخه مو د ډګرساتنې ده،

د جون موني په راتک مو فیلډینګ ډیر ښه شوی او باید لوبغاړي دا برخه نوره هم قوي کړي.

ګلو نوی کفتان دی اضغر او نبي دې ورسره لوبې جریان خپلې تجربې شریکې کړي، نو ان شاالله چې کامیابي به لرې نه وي.

دافغان لوبډلې ښه ځلیدا په هیله!