مایکل واګن: د افغانستان کرېکټ بورډ باید بښنه وغواړي او اصغر افغان بیرته لوبډلمشر وټاکي

محمد اسماعیل ملکزی

د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان او کریکټ لوبې مبصر( کمینټیټر) مایکل واګن د اصغرافغان لیرې کېدل سخت غندلي او دا یې یوه ډیره احمقانه پریکړه بللې.

مایکل واګن ټینګار وکړ چې ژر تر ژر باید اصغر افغان بیرته کپتان وټاکل شي.

نوموړي وویل چې، د افغانستان کرېکټ بورډ باید خپله پریکړه بیرته واخلي، بښنه هم وغواړي او اصغر افغان بیرته کپتان وټاکي.

دا په داسې حال کې دي چې، د تیرې جمعې په ورځ د افغانستان کرېکټ بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې، له دې وروسته به ګلبدین نائب د یو ورځنیو، راشد خان د شل اوریزو او رحمت شاه د پنځه ورځنيو یا ټېسټ لوبو لوبډلمشران وي.

د اصغر افغان د لیرې کېدلو په اړه د کرېکټ مخورو لوبغاړو نبي عیسي خیل او راشد خان هم نیووکې وکړې.

اصغر افغان د ۲۰۱۵ کال راپه دېخوا د ملي لوبډلې د کپتانۍ چارې پر مخ وړلې.