ګلبدېن نائب: تر څو چې اصغر افغان لوبډلمشر وي، نړیوال کرکټ نه کوم

 تر څو چې اصغر افغان د ملي لوبډلي لوبډلمشر وي دی به کریکټ ته د پای ټکی ږدي.

 نائب خپلو خبرو کې اصغر افغان، راشد خان محمد نبي او د کریکټ بورډ پخواني رئیس عاطف مشل په ډلبازۍ تورن کړل، او ویې ویل چې دوی غواړي پر کریکټ کړۍ تاو کړي او په خپلهخوښه لوبغاړي ملي لوبډلې ته پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې کرکټ بورډ د ګلبدین نائب پر ځای اصغر افغان بېرته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان وټاکه.

پوره ۲۵۰ ورځې وشوې چې کرکټ بورډ خپله پرېکړه بدله کړه.

2019 د اپریل پنځمه:  ګلبدین د یو ورځنیو، راشد خان د شل اوریزو او رحمت شاه د ټیسټ لوبو لوبډلمشر وټاکل شو.

 2019 د جولای دوولسمه:  راشد خان د ټولو فارمټونو لوبډلمشر وټاکل شو.

 2019 د ډیسمبر یوولسمه:  اصغر افغان د ټولو فارمټونو لوبډلمشر وټاکل شو.

 250 ورځو کې افغانستان ثابت لوبډلمشر پیدا نه کړ.