چې اصغر افغان لوبډلمشر نه وي، لوبډله بخت بایلي

شیبه وړاندې د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د پنځو نړیوالو یوې ورځنیو لوبو پایلوبه پای ته ورسېده. دغې لوبې کې ایرلینډ افغانستان په ۵ وېکېټو په اسانۍ سره ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د ایرلینډ لوبډلې وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

افغانستان ټاکل شوو پنځوسو اورونو پای ته رسېدو سره خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۱۶ منډې جوړې کړې او ایرلینډ ته يي د ۲۱۷ منډو هدف وټاکه.

له لنډې دمې وروسته ایرلینډ لپاره پاول سټرلینگ او وېلیم پورټرفلیډ توپ وهنه پیل کړه او افغانستان لپاره لومړۍ اور مجیب ځدران ترسره کړه.

ایرلینډ لپاره د لوبې پیلونکو لوبغاړو غوره لوبه پیل کړه او دولس اورونو کې يي د ۵۰ منډو ملگرتیا بشپړه کړه، خو ظاهر خان خپل لومړۍ او د لوبې دیارلسم اور په وروستۍ بال د پورټرفیلډ کلن بولډ کولو سره دغه ملگرتیا پای ته ورسوله.

د پورټرفیلډ تر سوځېدو وروسته بلبرني له پاول سټرلېنگ سره غوره او پیاوړې ملگرتیا پیل کړه او افغان توپ اچوونکي يي پر وړاندې بې وسه ثابتېدل.

پاول سټرلینگ له بلبرني سره د ۸۱ منډو ملگرتیا څخه وروسته خپله وېکېټه له لاسه ورکړه خو د نوموړی پیاوړې توپ وهنه ایرلینډۍ لوبډله برلاسې وساتله او د ایرلینډ بریا يي یقیني کړه.

افغانستان نننۍ لوبې کې د افتاب عالم چې تېرې لوبې کې يي اقتصادي توپ اچونه کړې وه او څلور وېکېټې يي اخیستې وې پر ځای د شاپور ځدران لوبولو پرېکړه کړې وه چې د نوموړی کمزورې توپ اچونه دغه پرېکړه غلطه ثابته کړه.

ایرلینډ ۴۷٫۲ اورونو کې خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د پاول سټرلینگ او بلبرني پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۲۱۹ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يي په پنځو وېکېټو ماتې ورکړه.

ایرلینډ لپاره سټرلېنگ په ۸۸ توپونو د اوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۷۰ او بلبرني په ۹۱ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۶۸ منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

افغانستان لپاره ظاهر خان ۲ او مجیب الرحمن، محمد نبي او راشد خان یوه یوه وېکېټه واخیسته.