افغان لوبډلمشر اصغر افغان نن ۳۱ کلن شو

 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پياوړی ښي لاسی توپ وهونکی محمد اصغر نن د خپل ژوند ۳۱ پسرلی پېل کړ. اصغر افغان له نن څخه یو دیرش کاله وړاندې په کال ۱۹۸۷ د ډیسمبر په ۲۲مه نېته په کابل افغانستان کې وزږېد. نوموړي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره په یوازې په یوه ټيسټ سیالۍ کې ونډه اخیستې او دوه اننګزونه یې پکې لوبولي دي. افغان په دې سیالۍ کې د خپلې لوبډلې لپاره ۳۶ رنځ وکړل.

 دغه راز نوموړي په ۹۴ یو ورځنېو سیالېو کې لوبیدلی دی چې ۱۷۸۷ منډې یې پکې جوړې کړي دي. ‍ اصغر افغان د شل اوریزو سیالېو په لړ کې بیا د پاکستان کرکټ لپاره په ۵۶ سیالېو کې لوبېدلی دی او ۱۰۳۱ منډې یې پکې جوړې کړي دي.

محمد اصغر افغان لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ سیالۍ په کال ۲۰۰۹ کې د سکاټلیند خلاف او وروستۍ یو ورځنۍ سیالۍ یې بیا د هند خلاف د روان د سپټمبر په ۲۵مه نېټه ترسره کړه. دغه راز د شل اوریزو سیالېو له جملې اصغر افغان خپله لومړۍ شل اوریزه سیالۍ په کال ۲۰۱۰ کې د ایرلیند خلاف او وروستۍ شل اوریزه سیالۍ یې بیا هم د ایرلینډ خلاف د همدې روان کال د اګسټ په ۲۲ مه ترسره کړه.

اصغر افغاان د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ال رونډر لوبغاړی دی او د پارټ ټایم (کله کله) توپ اچونه هم کولای شي. نوموړي په یو ورځنېو سیالېو کې تر دې مهاله ۳ او په شل اوریزو سیالېو کې بیا یوازې یوه ویکټ لري.