اصغر افغان دې بیا د افغان لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شي | عمران نایاب

عمران نایاب

له کله چې ښاغلی عزیز الله فضلي د کرکټ بورډ رئیس ټاکل شوی، نو د ګوتو په شمار څو ښه کارونه یې کړي، لوبډله کې یې ميراثي او همداراز د واسطې سیسټم ختم کړ، ټول لوبغاړي په خپلې کار کردګۍ لوبېږي د واسطې لوبغاړي نشته، خو مهمه مسئله دا ده چې اصغر افغان له لوبډلمشرۍ لرې شو، منو د لوبډلمشر بدلول ضرور و، خو د نړېوال جام څخه مخکې نه وو ضرور، که لوبډلمشر مو بدلولای، نو د ګلبدین ټاکل یوه بې معنا پرېکړه وه، د ځینو ملګرو په خبره له ګلبدین څخه د افغان لوبغاړو حیاء نه کېږي؛ یا یې خبره یې نه مني، اصغر یو ښه لوبغاړی نه دی، د بېټنګ کارکردګي یې په وروستیو کې ډېره خرابه ده، خو اصغر یو آمر دی، لوبغاړي یې خبره مني او د امر تابع یې دي.

ګلبدین یو ښه کېپټان دی، دوه وروستیو لوبو کې یې له ډېر بد حالت څخه لوبډله وژغورله، ښه بالېنګ هم کوي او ښه فیلډر هم دی خو یو ښه آمر نه دی، لوبغاړي یې خبره نه مني ، دا خبره له ورایه مالومېږي.

که بورډ کېپټان بدلولو، نو باید یې راشد یا هم نبي کېپټان کړی و؛ ځکه د لوبغاړو له هغوی څخه حیاء کېږي او خبره یې تر یو حده مني.

فضلي صیب ته دا پکار دي چې د لوبغاړو پر اتفاق کار وکړي که دا نه کېږي، نو باید اصغر بېرته کېپتان شي ، هر څه مالوم دي ، د میرویس اشرف خبره لوبغاړي د ځان لپاره لوبه کوي او هېڅ یو مسؤلیت پر غاړه نه اخلي؛ ځکه دوی له «ګلو» سره ستونزه لري او د اصغر فشار پرې دی.
که مو پام شوی وي ، تېره لوبه کې چې نبي وېکټې اخیستې، نو ګلبدین نبي ته را نه غی، خوشحالي یې ونه کړه، همداراز د راشد خان د وېکټو…
پکار ده چې افغان کرکټ بورډ ملي لوبډله له بد حالته وژغوري.