افغان ملي لوبډلې ته تر ۲۵۰ ورځو وروسته د لوبډلمشر اصغر افغان بیا راتګ

محمود خان منندوی

 2019 د اپریل پنځمه:

 ګلبدین د یو ورځنیو، راشد خان د شل اوریزو او رحمت شاه د ټیسټ لوبو لوبډلمشر وټاکل شو.

 2019 د جولای دوولسمه:  راشد خان د ټولو فارمټونو لوبډلمشر وټاکل شو.

 2019 د ډیسمبر یوولسمه:  اصغر افغان د ټولو فارمټونو لوبډلمشر وټاکل شو.

 250 ورځو کې افغانستان ثابت لوبډلمشر پیدا نه کړ.

دا په داسې حال کې ده چې کرکټ بورډ د ګلبدین نائب پر ځای راشد خان د ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکه، له هغه وروسته یې نن یو ځل بیا له ۲۵۰ ورځو وروسته اصغر افغان  بېرته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان وټاکل شو.

 د کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي نن چهارشنبه هغه په درې فارمټونو ټسټ،شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو کې د ملي لوبډلې د کپتان په توګه اعلان کړ.

 راشد خان د هغه د مرستیال په توګه وټاکل شو.