گلبدین نائب نا خوښه دی، کرکټ بورډ اصغر افغان یو ځل بیا لوبډلمشر اعلان کړ

د افغانستان کرېکټ بورډ مشر فرهان یوسفزی یو ساعت وړاندې د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې اصغر افغان بېرته د ملي لوبډلې لوبډلمشر اعلان کړ. دغې پرېکړې سره سم نوموړی به د کرېکټ لوبې ټولو بڼو، ټېسټ، شل اوریزې او نړیوالو یوې ورځنیو لوبو کې د ملي لوبډلې مشري کوي. د افغانستان کرېکټ بورډ پرېکړې سره سم، راشد خان چې د ملي لوبډلې لوبډلمشر و به له دې وروسته مرستیال لوبډلمشر په توگه اصغر افغان سره همکاري کوي. د یادونې وړ ده چې د راشد خان لوبډلمشرۍ پر مهال هم ټولې پرېکړې اصغر افغان کولې او لوبغالی کې راشد خان به د نوموړي د پرېکړې په انتظار و.

کرېکټ بورډ له نړیوال جام څخه وړاندې د اپرېل په ۵مه اصغر افغان پر ځای مختلفو لوبو لپاره مختلف لوبډلمشران وټاکل. هغه مهال د افغانستان کرېکټ بورډ د اصغر افغان پر ځای درې نوي لوبډلمشران وټاکل. له نړیوال جام څخه وړاندې رحمت شاه د ټېسټ لوبو، گلبدین نایب د نړیوالو یوې ورځنیو لوبو او راشد خان د نړیوالو شل اوریزو لوبو لوبډلمشران ټاکل شوي ول. که څه د افغانستان د کرېکټ بورډ اداره، او هغه مهال د دغې ادارې مشر ښاغلی عزیزالله فضلي دغې پرېکړې له امله د مینه‌والو سختو نیوکو سره مخ شول، خو خپله پرېکړه يي بدله نه کړه. هغه مهال راشد خان او محمد نبي هم د ټوېټر له لارې د کرېکټ بورډ دغې پرېکړې سره مخالفت وکړ.

افغانستان د یوې ورځنیو لوبو نړیوال جام کې د گلبدین نایب تر مشرۍ لاندې خپلې ټولې لوبې وبایللې، چې له همدې امله کرېکټ بورډ او گلبدین نایب له سختو نیوکو سره مخ شول او د افغانستان کرېکټ بورډ د جولايي په ۱۲مه راشد خان د نوی لوبډلمشر په توگه انتخاب کړ.

افغانستان د راشد خان تر مشرۍ لاندې له وېسټ انډیز څخه د شل اوریزو لوبو لړۍ د ۲ – ۱ توپیر سره وگټله خو نړیوالو یوې ورځنیو لوبو کې کلین سویپ شو او یوازینۍ ټېسټ لوبه يي هم په ستر توپیر سره وبایلله.

پخوانی افغان لوبډلمشر ګلبدین نائب د پلازمېنې کابل پر وخت پنځه بجې په فسبوک لایف (ژوندۍ بڼه) راغی او له په کرکټ بورډ کې له بېلابېلو پټو رازونو پرده پورته کوي، چې جزیات به یې وروسته خپاره شي.