د نیپال ښځینه وو کرکټ لوبډلې مالدیف ته ماته ورکړه
د سویلي اسیا په ښځينه شل اوریزو لوبو کې د مالدیف لوبډله ټوله په ۸ منډو اوټ شوه، چې اووه پکې وایډونه وشول او یواځې یوه منډه په بېټ جوړه شوې وه.
د سویلي اسیا ښځينه شل اوریزو سیالیو په لړ کې د مالدیف لوبډله په ۸ منډو د نېپال لوبډلې له خوا وسوځول شوه، چې د مالدیف ۹ لوبغاړې په صفر اوټ شوې او ستره ماته یې وخوړه.
په دې لوبه کې د مالدیف لوبډلې اوپنرې توپ وهونکې اېما اېشات یواځې یوه منډه جوړه کړه او نورې ۹ لوبغاړې له منډې پرته وسوځېدې.
په دې لوبه کې اووه وایډ یا پراخ توپونه شوي وو.
د نېپال لپاره انجلي چاند ۴ وېکټې واخېستې، نېپال دا هدف د دویم اوور په لومړي توپ پرته له کومې وېکټې سوځېدو پوره کړ او مالدیف ته یې په ۱۰ وېکټو ماته ورکړه.
په دې لوبو کې د بنګله دېش، سریلانکا، نېپال او مالدیف ښځينه لوبډلې ولوبېدې، چې اتلولي یې بنګله دېش وګټله