دا باید ولولئ
که تر راتلونکو ۹ ورځو پورې افغانستان تر لسم مقام شاته نشي، نو افغانستان به لومړي ځل نړيوال جام ته پرته له غوراوي سيالېو څخه لار پيدا کړي.
افغانستان اوس مهال د شل اووريزو لوبو په درجه بندۍ کي اتم مقام لري.
وړاندې افغانستان د نړيوال جام لپاره د غوراوي سيالۍ ترسره کولې خو داځل که د ډسمبر تر ۳۱ په خپل حالت پاتې شي، نو د ۲۰۲۰م کال شل اووريز جام ته به پرته له کوم شرطه ووځي.
دا ځل د ۲۰۲۰ م شل اووریز نړيوال جام په اسټراليا کي د ۱۶ لوبډلو په شتون کي ترسره کيږي.
***
مدثر دعوت