مایک کټینګ، چین باید د افغانستان په پل، پل کښېږدي

تاند- د انګلیستان د کرکټ پخوانی کیپتان مایک ګټینګ هیله ښکاره کړه چې چین به په دوو لسیزو کې د کرکټ نړیوال معیار ته د رسېدو لپاره د افغانستان لاره تعقیب کړي.

د ساوت چاینا مارنینګ پوسټ ورځپاڼټې د راپور له مخې، ګټینګ – چې له مریلیبن کرکټ کلب (ایم سي سي) سره هانګ کانګ ته تللی- وايي چې د ټیسټ درجې ته د افغانستان د کرکټ رسېدا باید نورو ته مثال شي.

ټاکل شوې ده چې د کرکټ د نړیوالې شورا د مشرتابه پلاوی روانه میاشت په چین کې د کرکټ د ودې په هدف د ستراتیژۍ د جوړولو لپاره غونډه وکړي.

دغه راز به هڅه وکړي چې کرکټ د المپیک په سیالیو کې شامل شي.

ګټنګ، چې د ایم سي سي، رييس دی، وايي چې ایم سي سي له بېلابېلو لارو له چین سره مرسته کولی شي.

«موږ د افغانستان د کرکټ ملاتړ وکړ او په حقیقت کې مو هغوی پرمختګ ته وهڅول. په پیل کې مو دوی ته پیسې ورکړې او چې کله دا لوبه په افغانستان کې وغوړېده، آی سي سي نورې پیسې ورکړې تر دې چې د افغانستان لوبډله په نړیوال ټیم بدله شوه.»

ده زیاته کړه«دا ټول کارونه له ۱۵ تر ۲۰ کلونو پورې وشول. چین د نړۍ په یوه مهمه برخه کې موقعیت لري، تر افغانستان یې نفوس خورا زیات دی او لا ډېر خلک به یې له دې سپورت سره مینه وال وي.»

افغانستان ته سږ کال د کرکټ د نړیوالې شورا له لوري بشپړ غړیتوب ورکړای شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *