افتاب عالم کارنامي وکړې، ۴ لوبغاړي يې وسوځول او لوبډله یې بریا ته ورسوله

شیبه وړاندې د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ څلورمه یوه ورځنۍ لوبه پای ته ورسېده چې دغې لوبې کې افغانستان ایرلینډ ته په ۱۰۹ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د ایرلینډ لوبډلې وگټله او د ډگر ساتنې پرېکړه يي وکړه.

افغانستان ۴۹٫۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د محمد نبي، اصغر افغان او راشد خان غوره توپ وهنې په مرسته ۲۲۳ منډې جوړې کړې او ایرلینډ ته يي د ۲۲۴ منډو هدف وټاکه.

افغانستان لپاره محمد نبي په ۸۵ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۶۴، اصغر افغان په ۷۰ توپونو د څلورو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۵۴ او راشد خان په ۵۸ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۲ منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

له دمې وروسته ایرلینډ لپاره وېلیم پورټرفیلډ او پاول سټرلینگ توپ وهنه پیل کړه. نننۍ لوبې کې پورټرفیلډ چټکه توپ وهنه پیل کړه خو افتاب عالم د پورټرفیلډ سوځولو سره دغه لنډه خو چټکه ملگرتیا ته د پای ټکی کېښود.

له ځانگړی ځنډ وروسته مجیب الرحمن هم خپل یو اور کې د سټرلینگ او بلبرني سوځولو سره د ایرلینډ پر لوبډلې فشار نور هم زیات کړ.

پرلپسې وېکېټو له لاسه ورکولو وروسته سیمي سېنگ له کېون اوبراین سره لنډې ملگرتیا جوړولو سره د پرلپسې وېکېټو له لاسه ورکولو لړۍ ته د پای ټکی کېښود خو وروسته بیا د راشد خان په بال يي خپله وېکېټه له لاسه ورکړه.

د سیمي سېنگ تر سوځېدو وروسته ایرلینډ د ملگرتیا په جوړولو بریالی نه شو او افغان توپ اچوونکو بریالۍ توپ اچونې سره ایرلینډ ته د ځان سمبالولو فرصت په لاس نه ورکوله.

نننۍ لوبې کې افغانستان لپاره افتاب عالم تر ټولو بریالی توپ اچوونکی ثابت شو او اړین وختونو کې يي افغانستان لپاره مهمې وېکېټې واخیستې.

د لوبې شپږ دېرشم اور کې محمد نبي د رنکېن سوځولو سره د ایرلینډ توپ وهنې ته د پای ټکی کېښود او دغه لوبه د افغانستان په سترې بریا پای ته ورسېده.

ایرلینډ کمزورې توپ وهنې پایله کې ۳۵٫۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۱۴ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي د ۱۰۹ منډو په ستر توپیر سره وبایلله.

ایرلینډ لپاره کېون اوبراین چې په نهو منډو يي اکرام علي‌خېل کېچ ډراپ کړی و په ۵۷ توپونو ۲۶ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړ ثابت شو.

افغانستان لپاره افتاب عالم تر ټولو بریالۍ توپ اچونه وکړه او خپل ۸ اورونو کې یي یوازې ۲۵ منډو ورکولو سره څلور وېکېټې واخیستې. مجیب الرحمن او راشد خان دوه دوه او گلبدین نایب او محمد نبي یوه یوه وېکېټه واخیسته.

مجیب الرحمن خپل ۸ اورونو کې ۲۵، افتاب عالم خپل ۸ اورونو کې ۲۵، گلبدین نایب خپل ۶ اورونو کې ۲۱، محمد نبي خپل ۷٫۳ اورونو کې ۱۸ او راشد خان خپل ۶ اورونو کې ۲۲ منډې ورکړې.

د پنځو یوې ورځنیو لوبو د دغې لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان او درېیمه لوبه ایرلینډ گټلې وه. دوهمه لوبه د باران له امله له کوم پایلې پرته پای ته ورسېده. افغانستان نننۍ لوبې گټلو سره له ایرلینډ څخه ۲-۱ په توپیر وړاندې شو.

د سیالیو د دغې لړۍ وروستۍ لوبه به د یکشنبې په ورځ د کابل په وخت د غرمې ۱۲:۳۰ بجې پیل شي. که دغه لوبه ایرلینډ وگټله د سیالیو دغه لړۍ به مساوي او که افغانستان وگټله نو دسیالیو دغه لړۍ به د ۳-۱ توپیر سره وگټي.