نن افغان کرکټ ملي لوبډله له ایرلېنډ سره څلورمه یو ورځنۍ لوبه کوي

سمیع الله دراني ابدالي

نن د افغان کرکـټ ملي او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو تر مېنځ څلورمه یو ورځنۍ سیالۍ نن غرمه دولس بجې د هند په دهرادون ښار کې پیلیږي.

افغان لوبډلې د ایرلینډ پر وړاندې له دې پنځوس اوریزه سیالېو وړاندې د شل اوریزو سیالېو لوبلړ وکړ، چې درې د صفر یې خپل کړ، اوس دواړه لوبډلې په یو وځنېو سیالېو سیریز کې مساوي روان دي او نن پرېکړه کوونکې لوبه ده او ګټونکي لوبډله به په نن سیالۍ کې د یو ورځنېو سیالېو سیریز خپلوي.

له دې وړاندې یوه لوبه افغان لوبډلې او یوه لوبه ایرلېنډ ګټلې او یوه لوبه بیا دوامداره اورښت لغوه کړه.
افغانستان او ایرلېنډ د فبروري په ۲۱ مه نېټه د ۳ شل اوریزو، پنځه یو ورځنیو او یوې ټېسټ لوبو لپاره هند ته سفرونه کړي دي.
د دوی دا لوبې د مارچ په ۱۹ مه نېټه پای ته رسېږي.
ایرلېنډ او افغانستان په خپلو کې ټولې ۲۳ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې ۱۱ افغانستان او ۱۱ ایرلېنډ ګټلي او یوه لوبه بې پایلې شوې ده.
له دې وروسته بیا د مارچ په ۲۳ مه نېټه دولسم پړاو آې پي ایل سیالۍ پېلېږي، چې ۳ افغان لوبغاړي پکې لوبېږي.
دا لوبه له صفا راډیو په ژوندۍ بڼه اورېدلای شئ.