عبدالله عادل

د افغان 19 کلنو ځوانانو لوبډله یوازې څو کاله مخکښې په نړیواله کچه یو بهترینه لوبډله وه چي په نړیوال جام کښي یې هم ښې لوبې نندارې ته وړاندي کړې.

خو تر جام وروسته لوبډله کښي یو دم ستر تغیرات راغلل پخواني ځني لوبغاړي یې د ایمرجینګ لوبډلې غړي سوه خو زیات شمیر یې بې سرنویشته سوه.

له هغه وروسته د اسیا جام لپاره بیا هم تقریبا یوه نوې لوبډله انتخاب سوه د کومي چي کارکردګي په صفر کښي ضرب وه.

دا مهال هند کښې د روانې لوبلړۍ لپاره هم ځوانه لوبډله انتخاب سوې او په ترسره کړو دواړو لوبو کي له ماتې سره مخ سوې.

حل لاره:
1: یوه لوبډله کښي دومره ژر او پراخ بدلون هم نه وي پکار .

2: د لوبډلې برحاله غړي د نوې لوبډلې په انتخابېدو سره بې سرنویشته پاتیږي یو یا دوه د ملي لوبډلې د تمریناتي کمپ برخه ګرځي او ډیر کم یې د ایمرجینګ لوبډلي سره , او په زیات شمېر پر خپلو کورونو پاتیږي پکار داده چي ددوی هم غم وخوړول سي او ورته موقع ورسیږي او باید هڅي او هیلي یې یوازې د څو میاشتو لپاره ونه اوسي.