بنګله دیش کرکټ بورډ پرپاکستان غوسه ښکاره کړه

خبریال: فضل رحیم رحیمي- بنګله دیش کرکټ بورډ د پاکستان په هغه پریکړه چې لوبډله به یې دغه هېواد ته نه ځي خپله سخته غوسه څرګنده کړه.

د پاکستان کرکټ بورډ په وروستیو کې اعلان وکړ چې لوبډله به یې دا ځل بنګله دېش ته د لوبو لپاره نه ځي.

 له ډیرو غوښتنو سره سره د بنګله دیش کرکټ لوبډله له ۲۰۰۷ م کال راهیسې پاکستان ته نده تللې. بنګله دیش له پاکستانه غوښتي و چې خپل ټیم د سیالیو لپاره ډاکې ته واستوي او له دوی سره به ۲ ټیسټ ،۳ یو روځینۍ ،او ۲ شل اورېزې لوبې وکړي خو پاکستان دا ځل له تلو انکار وکړ.

د بنګلادېش کریکټ بورډ ویلي چې له چمپین ټرافي وروسته د دوی مهالوېش (سکیجول) هم مصروف دی او له اګست میاشتۍ وروسته د اسټرالیا لوبډله بنګلادېش ته راځي.

بل لور ته د پاکستان کرکټ بورډ وایي «موږ دوه ځله د بنګله دېش دوره کړې او نه غواړو هرځل موږ بنګله دېش ته سفر وکړو.»

دغه سیالۍ د سږ کال په جولای او اګست کې کېدونکې وې.

پاکستان هیله لرله چې په دغه هیواد کې د غوره لیګ له سیالیو وروسته به د نورو هیوادونو ټیمونه تشویق شي چې پاکستان ته د سیالیو لپاره سفر وکړي خو نور هیوادونه لا هم پاکستان ناامن ګڼي او خپلې لوبډلې د سیالیو لپاره پاکستان ته نه لېږي.

له نورو هیوادونو سره پاکستان د خپل هیواد پر ځای په متحده عربي اماراتو کې مسابقې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *