ګوتم ګمبير: له مهندرسنګ ډوني سره خوښ وم
خبریال: فضل رحیم رحیمي-
د هندوستان کرکټ لوبډلې نامتو لوبغاړی، ګوتم ګمبير وایی، د مهندرسنهګ ډوني ترکیپتانۍ لاندی په لوبیدو سخت خوښ وم.
ګمبیر زیاتوی، ډوني هغه څوک دی چې د هندوستان د کرکټ لپاره یې ډیر څه کړي او د ده په کیپتانۍ کې هند ۲۰۰۷ نړیوال شل اورېز جام او د (۲۰۱۱) پنځوس اورېز جام ګټلی دی.
ګمبیروایی: کله چې د ډوني ترلوبډلمشرۍ لاندې لوبیدم نو له ډوني مې ډیر څه زده کړي دي.
ګوتم ګمبیر دا خبرې د سټراپ رټ تلویزون له کلکته نایټ پروګرام سره په مرکه کې وکړې.
ګمبير له ( ۲۰۱۲) م کال راهیسی له لوبډلې لري پاتي شوی او د ده ځای چپ لاسي توپ وهونکي شیکر دوهون نیولی دی.
کمبیر اوسمهال په ای پي ایل لوبو کې د کلکتي لوبډلې لوبډلمشری دنده پر غاړه لري.