ګوتم ګمبیر: خواشینوونکې ده چې له ۲۰۲۳ وروسته ټیست سیالۍ څلور ورځینۍ کېږي

ولید (خپلواک)

ګوتم د ټايمز اف ورځپاڼې سره په یو مرکه کې وویل:  زه د کرکټ نړیوالې شورا د دغې پرېکړې سره موافق نه یم.

 زه ډېر ناهيلې شوم چې کله آی سي سی په خپله ورستۍ ناسته کې وویل چې له ۲۰۲۳م کال ورسته به ټیسټ کرکټ په څلور ورځينې کرکټ بدل شي.

 دا یواځي زما لپاره خواشېنونکی نه ده، بلکی د نړۍ مخکښ مبصرين او لوبغاړي ورسره خلاف دي.

 د څلور ورځنۍ ټیسټ نظریې په اړه د پخوانیو کرکټرانو او متخصصینو لخوا نږدې ټولیز منفي عکس العمل شتون لري.

 آی سي سي ددې نظر تجربه کړی ځکه چې سویلي افریقا زیمبابوې او انګلستان په وروستي 2 کلونو کې په څلور ورځنۍ ټیسټ لوبو کې ایرلنډ سره لوبه کړې.

 خو په دواړو ټیسټ سیالیو کې د سیالانو د کیفیت توپیر د دې ښکارندویي کوي، چې سیالۍ یې په سم ډول ترسره نه شوې او ډېرې په مساوي ډول پای ته ورسیدې.

 له دې دمخه د هندوستان کپتان ویراټ کوهلي هم د څلور ورځنې ټیسټ مفکورې مخالفت وکړ او یادونه یې وکړه چې پنځه ورځينۍ ټیسټ لوبې هغه ته ځانګړې دي او هغه له دې څخه کرکه کوي چې آی سي سي دغه ډول لوبې لنډې کړې.

 آی سي سی یا د کرکټ نړیواله شورا غواړې چې له ۲۰۲۳ م کال ورسته د ټیسټ کرکټ فارمټ بدل کړي چې دا د ځینو هيوادونو لپاره د خوښۍ خو د ډېرو لپاره بیا د ناهيلۍ خبره ده .