ایف ټي پي په کرکټ کې د ۲۰۲۳ م کال وروسته ډېر تغیرات غواړي

 د هندوستان کرکټ ملي لوبډله چې زیاته بوخته هم ده بیا هم د لوبو کولو خوبونه ګوري. د بي سي سي آی مشر، سوراپ ګنګولي په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي دي چې د هندوستان مشهوره ورځپاڼې ایکسپریس، یې بشپړ راپور خپور کړی. سوراپ د انګلستان او استرالیا کرکټ بورډ څخه غوښتنه کړې چې په ۲۰۲۱ م کال کې د څلورو لوبډلو ترمنځ باید یو لوبلړ په لار واچوي چې هندوستان به یې کوربتوب په غاړه ولرې.

په دغي څلورو لوبډلو کې به استرالیا، انګلستان، هندوستان او یوه بله لوبډله چې لا نده انتخاب شوې، سره ملي ټورنمینټ جوړ کړي.

دغه د سوپر لړۍ د کړکیچ سره مخ شوه ځکه د استرالیا او انګلستان لوبډله زیاته بوخته ده.

د سوراپ د اړوند نظر په هکله د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي، جیسټن لېنګر وویل:

((مونږ لا چمتو نه یو چې پر دغه لوبلړ کې ولوبیږو؛ ځکه لوبډله مو ډېره بوخته ده، پر دغي موضوع باید ډېر اوږد بحث وشي اوس یې وخت نه دی، د لوبومهالویش ته که وګورو نو لوبډلې وخت نه لري چې یو بل د څلورو لوبډلو ملي لوبلړ ته حاضر شي. دغه ټورنمینټ لا تر اوسه پوري د کرکټ د نړیوالي شورا لخوا هم نه دی تائید شوی او په ایف ټي پي کې یې لا شتون نه لیدل کیږي. ))

ایف ټي پي د ۲۰۲۳ م کال وروسته تر ۲۰۳۱ م کاله پورې په کرکټ کې ډېر تغیرات غواړي.