د نړۍ تر ټولو چټک لوبغاړي رسماً معرفي شول، نور هم شته

محمود خان منندوی

فرانسوۍ ورځپاڼۍ فیګارو، کیلیان امباپي په اوس وخت کې د نړۍ تر ټولو تیز فوټبالر معرفي کړ، چي په لوبو کې د هغه د سرعت اوسط په یو ساعت کې ۳۶ کیلو متره و.

تر امباپي وروسته دوهم د اټلاټیک بیلباوو لوبغاړی اینیاکي ویلیامز دی، چې په ساعت کي یي اوسط سرعت ۳۵.۷  کیلو متره دی.

ګاټزټا: د لوبو څخه تر یوې میاشتي لیرې کیدو وروسته، اوس په تازه معایناتو کې معلومه شوې ده، چې سمیر هندانوویچ جوړ شوی دی او راتلونکو لوبو کې لوبیدای شي.

روما د جانلوکا مانچيني او جورډن ورټو قرارداد دایمي کړ. روما دا لوبغاړي د اټلانټا او فیورنټینا څخه په قرض اخیستي ول.

 سن سپورټ: لمپارډ د راتلونکي فصل له پاره ۷ لوبغاړي نه غواړي: زوما، جورجینیو، کیپا، الونسو، بارکلي، امرسون، ویلیان او پیډرو.

 په تاریخ کې د لومړي ځل له پاره جرمني کلبونو د میلادي کال ۸ لومړۍ لوبې په ټولو ټورنمنټنونو کې وګټلې.

ګلابو سپورټي: د برازیل د فوټبال فدراسیون دا مهال د پاریس سېنټ جرمن کلب سره خبري کوي، تر څو د توکیو د ۲۰۲۰ م کال  المپیک ته یي دعوت کړي او د کوپا امریکا لوبو کې یي د لوبیدو اجازه هم ترلاسه کړي.

الیسون بیکر د ۲۰۱۹ م کال د سامبا جایزه ترلاسه کړه. دا جایزه هر کال په اروپا کې غوره لوبیدونکي برازیلي لوبغاړي ته ورکول کېږي.