د فوټبال وروستي لنډ خبرونه

محمود خان منندوی

سپورټ: ناپولي غواړي د بارسلونا ۲۳ کلن دفاعي لوبغاړی جونیور فیرپو رانیسي. د دې لوبغاړي قیمت شل میلیونه یاد شوی دی.

 مونډو ډیپورټیوو: ویلیان به د چیلسي سره قرارداد ونه غځوي او د خپل قرارداد تر پای ته رسېدا وروسته به له دې کلبه جلا شي.

 ګازټا: ناپولي خپل د مرکزي هسپانوي لوبغاړي فابین رویز د خرڅولو له پاره ۶۰ میلیونه یورو غواړي. اکثره لوی اروپایي کلبونه د دې لوبغاړي غوښتوونکې دي.

یوونټوس ومنله، چې روګاني او مټیویډي د کرونا وایروس څخه ورغېدل او اوس روغ صحت لري.

نیمار د هغو خلګو سره د مرستي په هدف د یونیسف سره ۷۵۰ زره پونډو مرسته وکړه، چې د کرونا وایروس له امله د بد اقتصادي حالت سره مخ شوي وو.

 سکای سپورټ: یوفا د مختلفو لیګونو څخه غوښتنه کړې ده، تر څو په مکمل ډول لیګونه وځنډوي، ځکه دوی هیله مند دي چې لوبې به د جون میاشتې څخه پیل شي.