د فوټبال له نړۍ وروستي خبرونه

محمود خان منندوی

د 2011م کال په دې ورځ، سیسک فابریګاس د 35 میلیونه پونډه په بدل کې د ارسنال څخه د بارسلونا سره یو ځای شو.

د 2004م کال په دې ورځ، جوزي مورینیو د چیلسي د روزونکي په توګه لومړۍ بریا د منچسټر یونایټیډ پر وړاندې ترلاسه کړه.

د لیورپول انګلستانی لوبغاړی الیکس اوکسلیډ نن 26 کلن شو.

رسمي: د انګرز کلب فرانسوی مرکزي لوبغاړی جف رني اډلایډ چي د ډېرو لویو اروپایي کلبونو تر نظر لاندي وو، د لیون سره یو ځای شو.

د سویا د تاریخ هغه قیمتي لوبغاړي چي دوی خرڅ کړي دي.

رسمي: د روما لوبغاړي چنګیز اونډر د دې کلب سره خپل قرارداد تر 2023م کال پوري وغځاوه.

د اروپا د تېر فصل د غوره لوبغاړي و جایزې ته د دریو وروستي کاندیدو لوبغاړي کارنامې:

لیونل میسي:
لالیګا یي وګټل او د سرو زرو بوټ یي وګاټه.

کریسټیانو رونالډو:
سیر اې وګټل او د اروپا د ملتونو لیګ یي وګاټه.

ویرجیل فن ډایک:
چمپیونز لیګ یي وګټئ او د چمپیونز لیګ د پایلوبي غوره لوبغاړی شو.

ګټوونکي به د اګسټ پر 29مه اعلان شي.