د نیمار په اړه وروستي خبرونه

محمود خان منندوی

د نیمار په اړه د هسپانوي الچیرینګویټو ټلویزیون وروستي خبرونه:

لومړی خبر:

ریال ماډریډ خپل په ټول قوت سره د نیمار د رانیولو لپاره د بارسلونا سره زور وهي.

دوهم خبر:
که چیرې پاریس سېنټ جرمن د بارسلونا وړاندیز ومني، نو ریال ماډریډ به د نیمار د رانیولو لپاره پاریس ته ورسي.

درېیم خبر:
د اوس لپاره د بارسلونا وړاندیز په قرض اخیستل او د بیا رانیولو د بند سره دی.

څلورم خبر:
د نیمار و موضوع ته د ریال ماډریډ په داخلېدو سره، په بارسلونا کي وېره پیدا شوې ده. په پاریس کې داسې فکر کیږي چې بارسلونا خپل په کارونو سره نیمار ته دوکه او وسوسه ور اچوي.