د ورزش له ډګره څو وروستي لنډ خبرونه

محمود خان منندوی

کرکټ: ارزګان کې د سولې په طمعه د بيلابيلو ورزشي رشتو سيالۍ پيل شوې.

سولې ته هيله مندو ارزګانيانو د کرکټ فوټبال او واليبال سياليو ټورنمينټ پيل کړ چې دوه اونۍ به دوام وکړي.

يادو سياليو کي ګڼ شمېر ځوانان په لوبو بوخت دي چي د هيواد لپاره د تلپاتې سولې راتلو په هيله دي.

***

فوټبال: چیلسي په دوستانه لوبه کې بارسلونا ته 2-1 ماته ورکړه.

د چیلسي لپاره په سیالۍ کې ګول دې ګول وهونکو ونډه لرله: ټامي ابراهام او رووس بارکلي.

 د بارسلونا لپاره بیا  ګول وهونکی یوان راکیټیچ و.

***

د لاس ویګاس محکمې اعلان کړه، چي پر کریسټیانو رونالډو باندې په 2009 م کال کي د جنسي تیري په تور کي هیڅ هم ثابت نه شول او هغه له هر ډول محکومیت څخه خلاص دی.

***

تر هغه وروسته چې بارسلونا د نیمار په اړه خبرې وځنډولې، د نیمار د وکیلانو څخه پیني زهوي هغه و ریال ماډریډ ته وړاندیز کړی، خو اوس مهال ریال ماډریډ خپل ټول کوښښ د پوګبا د رانیولو لپاره کوي او راتلونکي فصل ته امباپي په نظر کي لري