د ورزش له ډګره لنډ خبرونه

محمود خان منندوی
د هیواد د ازادۍ د سلمې کلیزی په ویاړ په سپین بولدک ولسوالۍ کې د غیږ نیولو دودیزي سیالۍ د جمعې په ورځ سهار د کندهار او هرات د ځوانانو ترمنځ پیل شوې، چې د روانې اسد میاشتي تر ۲۸ نیټې به دوام وکړي.
رسمي: که څه هم کارواخال د سبا شپې لوبي ته دعوت شوی وو، خو اوس په بل خبر کې وویل شوه، چې د تېر فصل پنځه ژیړ کارت لرونکې لوبغاړي نه دي بښل شوي، نو ځکه د سبا د لیست څخه کارواخال ایستل کېږي.
لیوانډوسکې د بایرن میونیک او بونډسلیګا د 2019/20 فصل لومړی ګول ولګاوه.
لیوانډوسکې د بونډسلیګا لومړی لوبغاړی شو، چې په پنځو پرلپسې فصلونو کې یي په لومړۍ لوبه کې ګول ولګاوه.
2015/16, 2016/17, 2017/18, 2018/19 او 2019/20.
کوټینیو د بایرن میونیک سره په قرضي قرارداد توافق ته رسیدلی دی او په یکشنبه میونیک ته سفر کوي.
د کوټینیو نوم د بارسلونا د نن شپې د لوبې د لیست څخه ایستل شوی دی.
راک 1: کوټینیو د پاریس سېنټ جرمن وړاندیز رد کړی او د بارسلونا څخه هم نا امیده شوی دی.
هغه داسي احساس کوي، چې نن سبا د هغه سره بد سلوک کېږي او د بارسلونا له خوا د هغه د خرڅولو کوښښ، د هغه احساس نور هم ډېروي.
کوټینیو د نیمار په انتقال کې د بارسلونا مهم لوبغاړی وو.
کوټینیو څو شېبې مخکې بایرن میونیک په انسټاګرام کې فالوو کړی او خپل د تګ د امکان خبر یي نور هم قوی کړی.