ریال ماډریډ د لالیګا لومړۍ سیالۍ لپاره د لوبغاړو نوملړ خپور کړ

محمود خان منندوی

ټاکل شوې ده نن ماښام 07:30 بجې د لالیګا د 2019/20 فصل په لومړۍ اوونۍ کې ریال ماډریډ د سیلټا ویګو پر وړاندې ولوبیږي، چې د دې لوبي له پاره یي د لوبغاړو لیست څو شېبې مخکې اعلان کړی.

ګول ساتوونکي: کیلور ناواس، کورټوا او الټیوبي
دفاعي لوبغاړي: کارواخال، میلیټایو، سرجیو راموس، رافایل واران، ناچو فرنانډز، مارسلو او اوډریوزولا.
مرکزي لوبغاړي: ټوني کروس، لوکا موډریچ، کاسمیرو، والورډي، جیمز روډریګویز او ایسکو.
حمله کوونکې لوبغاړي: کریم بنزما، ګریټ بیل، لوکاس واسکیز، لوکا یوویچ، براهیم ډیاز او وینیسیوس جونیور.

په دې نوملړ کې مینډي، هازارډ او اسینسو د زخمي کېدو په خاطر نشته، خو ماریانو بیا د فني علت په خاطر نه دی اخیستل شوی.