د څو مهمو ورزشي خبرونو سرلیکونه

– ریال ماډریډ د لالیګا لومړۍ سیالۍ لپاره د لوبغاړو نوملړ خپور کړ.

– د هیواد د ازادۍ د سلمې کلیزی په ویاړ په سپین بولدک ولسوالۍ کې د غیږ نیولو دودیزي سیالۍ د جمعې په ورځ سهار د کندهار او هرات د ځوانانو ترمنځ پیل شوې، چې د روانې اسد میاشتي تر ۲۸ نیټې به دوام وکړي.

– روحاني لوبډلې له سباوون لوبډلې څخه د اتلولۍ جام خپل کړ، د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو د سلمې کليزې په مناسبت د کرکټ د شل اوريزه ټورنمينټ اتلولي روحاني د سباوون لوبډلي په ماتولو سره وګټله.

– د هلکمند لښکرګاه ښاروالۍ پایلوبه وګټله، هلمند کې فوټبال فدراسيون د څلورو مالي ملاتړ کوونکو په همکارۍ د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو د سلمې کليزې په وياړ د څلورو کلبونو تر منځ ليګ سيالۍ ترسره کړې.

– لیوانډوسکې د بونډسلیګا لومړی لوبغاړی شو، چې په پنځو پرلپسې فصلونو کې یي په لومړۍ لوبه کې ګول ولګاوه.