د هلمند لښکرګاه ښاروالۍ پایلوبه وګټله

سميع سيرت

هلمند کې فوټبال فدراسيون د څلورو مالي ملاتړ کوونکو په همکارۍ د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو د سلمې کليزې په وياړ د څلورو کلبونو تر منځ ليګ سيالۍ ترسره کړې.

دا سیالۍ پرون/جمعه/ کرزي لوبغالي کې د ياد ليګ وروستۍ لوبه د لښکرګاه ښاروالۍ او ريګستان بازانو ترمنځ ترسره شوه، چې د ښاروالۍ لوبډلي ۱-۰ ګول پخپله ګټه پای ته ورسوله.

د ليګ د ډيرو ګولونو وهونکی حسن اغا ګول ساتونکې عبدالقيوم څپاند او امان الله طوفان، او غوره لوبغاړي ؤميد احمد ساحل ته ډالۍ ورکړل شوې.

د يادونې ده چې دې ليګ کې څلورو فوټبال کلبونو جواد داوري، ريګستان بازانو، لښکرګاه ښاروالۍ، او د ګريشک ولسوالۍ آغانور شاهي ګډون کړی وو.

د ليګ پايلوبې کتلو لپاره د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين خان لښکرګاه ښاروال عصمت الله صمدي، ملي تجار هارون پوپل او ميرويس پوپل او په سلګونو فوټبال لوبي مينه وال ورغلي وو.