په لوی هلمند کې د خپلواکۍ سلمې کليزې په وياړ د فوټبال جام پيل شو

احمد مسعود

هلمند کې د څلور غوره فوټبال کلبونو جواد داوري، ريګستان،ښاروالۍ او اغا نور شاهي ترمنځ سيالۍ د سلمط کليزې په وياړ هلمند کرزي فوټبال لوبغالي کې پيل شوې.

د ليګ اوله لوبه د ريګستان بازان او ښاروالۍ فوټبال کلب ترمنځ ترسره شوه.
چې سيالي د ريګستان بازانو فوټبال کلب 0-2 د ښاروالۍ فوټبال کلب څخه وګټله.د ريګستان بازان فوټبال کلب لپاره اول ګول حسن اغا او دوهم منصور احمد ترسره کړ.

د خپلواکۍ د سلمې کليزې فوټبال جام مالي ملاتړ کوونکي هلمند کې د الحاج قدرت داوري ساختماني او لوجستیکی شرکت په غاړه اخستې چې ترڅنګ يې دهلمند ښاروالي، ژورناليست جواد داوري،عصمت لغمانی او اغا نور شاهي هم د لوبډلو د سپانسر کوونکو په حيث ورسره همکارۍ کړې ده.

د ليګ د افتتاح او لوبې د ليدو لپاره د هلمند والي، تورن جنرال محمد ياسين، ښاروال اينجنير عصمت الله صمدي هم راغلي وو چې د افتتاح په مراسمو کې د هلمند والي ياسين د فوټبال فدراسيون هڅې د ورزش په پرمختګ کې وستايلي او د خبرو په جريان کي وويل لکه څنګه چې هلمندیانو د بيرغ ملي ورځ په ملي احساس او جذبې سره ولمانځله، همداسي او تر دې لا هم ښه هلمند کې به د هيواد د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو سلمه کلیزه هم ولمانځل شي.