د سلمې کلیزې خپلواکۍ بیرته اخیستو په وياړ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

سميع سيرت
هلمند کې د فوټبال فدراسيون لخوا د څلورو مالي ملاتړ کوونکو په همکارۍ د څلورو کلبونو ترمنځ د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو د سلمي کليزې په مناسبت لوبې پيل سوې.

د دې ټورنمينټ لومړنۍ لوبه د لښکرګاه ښاروالۍ او ريګستان بازانو ترمنځ ترسره شوه.

د لوبې لومړی نيمه کې دوه ګولونه د ريګستان بازانو په ګټه ووهل شول چې د لوبې تر وروستېو بيا د دواړو لوبډلو د ګول دروازې کلکې وساتل شوې.

لوبه په همدې نتيجه ۲-۰ د ريګستان بازانو په بريا سره پای ته ورسېده.

نن د کلبونو ترمنځ دې ليګ کې د جواد داوري او اغانور شاهي کلب ترمنځ پنځه بجې لوبه پيليږي.