افغانستان یو بل ویاړ خپل کړ او د سوک وهنې دوهمه لوبه یې هم وګټله

سمیع سيرت

د دري څلويښت کيلوګرامه وزن په لرلو سره افغان لوبغاړي مسيح الله شيرزي افغانستان ته دوهمه بريا ورکړه.

مسيح الله پرون پخپله سر په سر دوهمه لوبه کي د خپل اردني سيال په وړاندې بريا ترلاسه کړه او د برونزو مډال يې وګاټه.

ياد افغان لوبغاړي پخپله لومړی لوبه کې خپل عراقي سیال ته ماته ورکړې وه.

دسوک وهنې دغه لوبې د کويټ هيواد په کوربتوب روانې دي.