هازارډ به د ټپ له امله یوه میاشت له لوبو څخه لیرې وي، دا او ډېر نور لنډ خبرونه

محمود خان منندوی

د 2003م کال په دې ورځ، رونالډو د منچسټر یونایټیډ له پاره لومړۍ لوبه د بولټون پر وړاندي وکړه.

رسمي: د لیورپول کلب ګول ساتوونکی اډرین د دې کلب د سوپر کپ د اتلولۍ د جشن د لمانځلو په مراسمو کې زخمی شوی دی او د سبا لوبه یې د ساوټهمپټون پر وړاندې له لاسه ورکړه.

د بونډسلیګا اوسني هغه لوبغاړي چي د ډېرو کلبونو سره یي په دې لیګ کي ډېري لوبي کړي دي.

د انګلستان رسنیو ادعا وکړه، چې منچسټر یونایټیډ د برونو فرنانډز پر توانایيو د نه اطمینان په خاطر د هغه د رانیولو څخه منصرف / تېر شو.

رسمي: د هسپانیا د فوټبال فدراسیون د هغه لوبغاړو پنځه ژیړ کارتونه وبخښل، چې د لالیګا په تېر فصل کې یي اخیستي وه. پر دې اساس نو کارواخال د سبا په لوبه کې لوبیدلای شي.

رسمي: هازارډ به د زخمي کېدو په خاطر یوه میاشت له لوبو څخه لیرې وي، چي په دې سره ممکن څلور لوبي له لاسه ورکړي.