راتلونکي میاشت د افغان ملي لوبډلې د ۳ شل اوریزو او ۵ یو ورځنېو لوبو نیټه په ډاګه شوه

افغانستان کرکټ بورډ به له ایرلنډ سره د یو میاشتني سیریز کوربه وي، ټاکل شوې چې په دې لوبلړۍ (سیریز) کې دواړه هیوادونه ۳ شل اوریزې، ۵ یو ورځنۍ او یوه ټیسټ لوبه تر سره کړي، په پام کې ده چې دا لوبلړۍ د ۲۰۱۹ م کال د فبرورۍ له ۲۱ مې نیټې څخه د مارچ تر ۱۹ نیټې د هند د هرادون ښار په راجیو ګاندي نړیوال کرکټ لوبغالی کې تر سره شي.

تر هغې راوروسته چې افغانستان او ایرلنډ په ۲۰۱۷ م کال کې د کرکټ له نړیوالې شورا سره ټیسټ کرکټ اجازه تر لاسه کړه، دا د دغو دوو لوبډلو ترمنځ چې نوی، نوی یې بشپړ غړیتوب تر لاسه کړی لومړۍ ټیسټ لوبه ده، دا په داسې حال کې ده چې افغانستان خپله لومړنۍ ټیسټ لوبه له هند او ایرلنډ له پاکستان سره تر سره کړې ده.

د ایرلنډ لوبډله به د فبرورۍ پر ۱۸ مه نیټه هند ته راورسیږي.

د لوبو مهال ویش

لومړۍ ۲۰ اوریزه لوبه- د ۲۰۱۹ م کال د فبرورۍ ۲۱مه نیټه
دویمه ۲۰ اوریزه لوبه- د ۲۰۱۹ م کال د فبرورۍ ۲۳ مه نیټه
دریمه ۲۰ اوریزه لوبه- د ۲۰۱۹ م کال د فبرورۍ ۲۴ مه نیټه
لومړۍ یو ورځنۍ لوبه- د ۲۰۱۹ م کال د فبرورۍ ۲۸ مه نیټه
دویمه یو ورځنۍ لوبه- د ۲۰۱۹ م کال د مارچ ۲ مه نیټه
دریمه یو ورځنۍ لوبه- د ۲۰۱۹ م کال د مارچ ۵ مه نیټه
څلورمه یو ورځنۍ لوبه- د ۲۰۱۹ م کال د مارچ ۸ مه نیټه
پنځمه یو ورځنۍ لوبه- د ۲۰۱۹ م کال د مارچ ۱۰ مه نیټه
یوازینۍ ټیسټ لوبه – د ۲۰۱۹ م کال د مارچ له ۱۵ مې تر ۱۹ نیټې پورې
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه رییس شفیق الله ستانکزي ددې لوبلړۍ د نیټې د کره کیدو هرکلی وکړ او ویې وویل: ( په پیل کې موږ پلان درلود چې دا لوبلړۍ د مارچ میاشتې پر ۲۳ مه نیټه پای ته ورسوو، خو دا مو باید په پام کې وي چې دا نیټه د هند د پریمیرلیګ (IPL) له پیلیدو سره په ټکر کې راځي، چې د افغانستان ۳ مهیم لوبغاړي هم په کې لوبیږي نو موږ اړ شو چې دا لوبې لږ څه مخکې کړو، زه غواړم چې د ایرلنډ د کرکټ له ادارې مننه وکړم چې زموږ د غوښتنې درناوی یې وکړ، دا لوبلړۍ ( سیریز) د افغانستان لپاره ارزښتناکه ده ځکه چې موږ د کرکټ د نړیوالې شورا د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام ته د چمتووالي په حالت کې یو، موږ باوري یو چې دواړه غاړې به رقابتي لوبې تر سره کړي).

همدا رازد ایرلنډ د کرکټ ادارې ( کرکټ ایرلنډ ) اجراییه مشر وارن ډیوټرم وویل: ( د دواړو هیوادونو ددې سیریز اهمیت ته باید په کمه سترګه ونه کتل شي نو دا مهیمه وه چې د لوبغاړو د شرایطو په پام کې نیولو سره مینوال ددوه غوره لوبډلو لوبې له لاسه ورنه کړي، زه هیله لرم چې د لوبو د وخت دا لږ بدلون به د مینوالو د سفر پر چمتووالي اغیز ونه کړي، موږ د یو ښه سیریز هیله لرو چې په بهر کې د ایرلنډ لومړۍ ټیسټ لوبه هم په کې راځي).

افغانستان اوسمهال د کرکټ نړیوالې شورا د درجه بندۍ له مخه په شل اوریزو لوبو کې اتم او په یو ورځنیو سیالیو لسم ځای لري په داسې حال کې چې ایرلنډ په ۲۰ اوریزو لوبو کې ۱۷م او په یو ورځنیو لوبو کې ۱۲م مقام لري، ددواړو لوبډلو موخه به دا وي چې په درجه بندۍ کې مخکې لاړ شي او ارزښتناک پواینټونه واخلي