د افغانستان او آیرلنډ سیالۍ یو څه وځنډېدې
تاند- د افغانستان او آیرلنډ ترمنځ په درو فورمټونو کې سیالۍ، چې ټاکل شوې وه د فبرورۍ په ۲۳ مه نېټه پیل شي، د فبرورۍ په ۲۱ نېټه پیلېږي.
دا سیالۍ، که څه هم په هند کې کېږي، خو افغانستان به یې کوربه وي.
د کرکټ نړیوالې شورا د دوشنبې په ورځ /جنوري ۱۴/ وویل، دا سیالۍ، چې د افغانستان په کوربه توب کېږي، تر خپل تاکلي وخت د دې لپاره دوه ورځې مخکې کېږي چې د افغانستان د کرکټ ۳ تکړه لوبغاړي د هند د ۲۰۱۹ په غوره لیګ (IPL) کې لوبېږي.
د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان د کرکټ بورډ د اجراییه ريیس شفیق الله ستانکزي په قول وویل«په پیل کې موږ په پام کې لرل چې له آیرلنډ سره د مسابقو لړۍ د مارچ په ۲۳ پیل کړو، خو دې ته په پام چې په همدې وخت د افغانستان مهم لوبغاړي د هند په غوره لیګ کې ګډون کوي د مسابقو په نېټه کې لږ بدلون راغی او زه غواړم چې د آیرلنډ له کرکټ چارواکو مننه وکړم چې زموږ غوښتنه یې ومنله.»