ګلبدین نائب: که کرکټر نه وای، سوداګر به وای. تازه مرکه یې دلته ولولئ
د افغانستان کرکټ بورډ د افغان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي ګلبدین نائب سره تازه مرکه کړې ده او دغه لاندې پوښتنې یې ترې کړي دي.
پوښتنه: له کله راهیسې مو کرکټ پیل کړی؟
ځواب: کرکټ مې په ډېر کوچنیوالي کې په ښوونځي کې پیل کړی، ځکه له دغې لوبې سره زما ډېر شوق و.
پوښتنه: د لومړي ځل لپاره دې چیرته کرکټ وکړ؟
ځواب: د لومړي ځل لپاره مې د کډوالۍ پرمهال کچه ګړۍ کمپ کې کرکټ وکړ، په هغه وخت کې به هره خوا ته کرکټ و.
پوښتنه: کرکټ ته چا ډېر هڅولی یی؟
ځواب: هیچا هم نه، تر دې چې په کورنۍ کې به هم هیچا اجازه نه راکوله چی کرکټ وکړم، خو زما خپله ورسره ډېر شوق و.
پوښتنه: که کرکټ لوبه دې نه کوله نو بل به داسې څه ول چی تا به ورته مخه کړې وای؟
ځواب: تجارت سره مې ډېره لېوالتیا وه نو کېدای شوی چې یو ښه سوداګر او یا هم هټۍ وال وای.
پوښتنه: د کرکټ په پیل کې د توپ اچونه کوله که توپوهنه؟
ځواب: له پیله مې د دواړو سره مینه وه او هم به مې توپوهنه کوله او هم توپ اچونه.
پوښتنه: په توپ اچونه کې دې لومړی توپ چاته اچولی؟
ځواب: لومړی توپ مې د کاناډا یو توپوهونکي اشیش نومېده، هغه ته کړی.
پوښتنه: په بهرنیو لوبغاړو کې دې د کوم نړیوال لوبغاړي لوبه خوښېدله؟
ځواب: په لومړیو کې مې د شاهد افریدي لوبه ډېره خوښه وه او په دې وروستیو کې د هاشم املا او جیک کالس.
پوښتنه: چی په کلو او بانډو کې به دې کرکټ کولو، په کوم پوزېشن به توپ اچونې ته راتلې او په کوم پوزیشن توپوهنې ته.
ځواب: هوتک صیب د دواړو پیل به ما کولو.
پوښتنه: د کرکټ له پیله دې چټکه توپوهنه کوله؟
ځواب: هو.
پوښتنه: ګلبدین نایب ته خپل کوم شاټ، ډېر خوند ورکوي؟
ځواب: میډ ویکټ او میډ ان د پاسه شاټ.
پوښتنه: د لوبغالي په کومه سیمه کې دې توپ نیونه (فلډینګ) خوښ دی؟
ځواب: په بونډرې باندې.
پوښتنه: ستاسو په اند ستا کوم توپ ډیر خطر ناک دی؟
ځواب: سلو توپ.
پوښتنه: کله دې په کرکټ کې غوسه کړې؟
ځواب: بلی هو په کورنیو لوبو کې چی وروسته پرې ډیر پښیمانی شوی یم.
پوښتنه: کله دې هم دا فکر کړی و چی یوه ورځ به دومره غټ ستوری شې؟
ځواب: نه کله چی زه مهاجر وم ډیر ناهیلی وم، خو اوس الحمدالله ډېر خوښ یم چی د افغانستان لپاره ستوری یم.
پوښتنه: څه احساس دې کولو چی د لومړي ځل لپاره دې په ملي لوبډله کې د افغانستان استازیتوب وکړ؟
ځواب: ډېر د خوشحالۍ احساس مې کولو او همغه وخت مې فکر وکړ چی زه باید د افغانستان د ویاړ سبب شم.
پوښتنه: په راتلونکې کې کومو هدفونو ته د رسیدلو پلان لرې؟
ځواب: افغانستان ته نړیوال جام ګټل.
پوښتنه: په دې ورستیو کې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ ترسره شو، تاسو یی په څه کې ګټه وینئ؟
ځواب: دا لیګ نه یوازې ماته بلکې د افغانستان نوي نسل او ځوان لوبغاړو لپاره ډېر ګټور و او د کرکټ بورډ لپاره یوه ستره لاسته راوړنه وه.
پوښتنه: ګلبدین نایب لومړی د اندام ښکلا ورزشکار و که کرکټر؟
ځواب: زما له ورزش سره دیر شوق و نو لومړی ما د اندام ښکلا ورزش کاوه بیا مې کرکټ پیل کړ.
پوښتنه: د ورځې څو ساعته تمرین کوي؟
ځواب: د ورځې په جریان کې شاوخوا درې ساعته تمرین کوم.
پوښتنه: څو خویندې او وروڼه لرې؟
ځواب: الحمدالله درې خویندې او څلور وروڼه لرم.
پوښتنه: واده دې کړی؟
ځواب: الحمدالله ډیر پخوا مې واده کړی او ډیر خوشحاله ژوند لرم.
پوښتنه: کوم ارمان په زړه کې لرې؟
ځواب: الحمدالله ټول ارمانونه مې پوره شوي او یوازیننی ارمان مې دا دی چی له مور سره مې یو ځای حج وکړم.
پوښتنه: له څه شي ډېره کرکه لرې؟
ځواب: له درواغو، تکبر، غیبت او تعصب ډېره کرکه لرم.
پوښتنه کله دې ډېر خندلي؟
ځواب: هو زه هر وخت خاندم غواړم دوستان خوشحاله وساتم.