په کرکټ کې نوي شازلمیان پېدا کیږي (حمزه خان علي خیل) نوی پیاوړی کرکټر

موږ نن تاسې ته د (NCA) اکاډمۍ ځوان لوبغاړى حمزه خان على خيل درپيژنو

حمزه خان على خيل دلغمان ولايت اوسيدونکى دى او اوسمهال د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښار کي اوسيږي.
حمزه علي خيل د افغانستان د نولس کلنو د ټيم لوبغاړي اکرام علي خيل خورين دى.
حمزه علي خيل (15) کلن ځوان دی چي اوسمهال دننګرهار NCA اکاډمې کي خپل تمرينات کوي او په خپل په زړه پورې توپوهنې یې خپل مینه وال زیات کړي دي، ځکه نوموړی د توپوهنې یو ښه سټایل هم لري. 

دغه ځوان هميش دNCA اکاډمي کلب ټيم برېا ته رسوي، چې هره لوبه کي د  پنځوسو څخه زياتى منډى په یوازې ځان جوړوي.
یاده دې وي چې د دغه ځوان ټول د بيټنګ سټايل د هتدوستان پیاوړی کرکټر او د منډو ماشین وېرات کوهلى ته ورته دي.