افغان پیاوړی کرکټر محمد نبي ۳۴ کلن شو

تاند

د افغانستان په کرکټ ملي لوبډله کې یوازینی لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل دی چې د خپل هیواد لپاره یې یوه سیالۍ هم نه ده مېس کړې او په ټولو سیالیو کې لوبیدلی دی. دغه افغان کرکټر نن سې شنبه ۳۴ کلن شو.

محمد نبي عیسی خیل ښي لاسی توپوهونکی او ښي لاسی اپ بریک توپ اچوونکی دی، تل ترې د ښې لوبې تمه کیږي او ډېر مینه وال هم لري.

نبي یوزینی افغان لوبغاړی دی چې په ۱۰۰ یو ورځنیو سیالیو کې یې برخه اخیستې ده.

یوازينی افغان لوبغاړی دی چې په یو ورځنېو سیالېو کې یې ۱۰۰ ویکټې پوره کړي دي.

او بالاخره یوازينی افغان لوبغاړی دی چې په یو ورځنیو سیالېو کې یې ۲۰۰۰ منډې پوره کړي دي.

دې ستوري په خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې ۲۰۰۹م کې د سکاټلنډ پر وړاندې ۵۸ منډې وکړې او په دغه سیالۍ کې د لوبې غوره لوبغاړی هم اعلان شوی وو.

نبي خپله لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه د ایرلنډ بر وړاندې په کال ۲۰۱۰م کې وکړه، ۲ منډې یې وکړې او ۱ ویکټ یې ترلاسه کړ.

هېره دې نه وي چې محمد نبي د نړۍ د یو ورځنیو او ۲۰ اوریزو لوبو دریم مقام لرونکی لوبغاړی دی.