افغان کرکټر محمد نبي د کورونا له لاسه ستر زیان وکړ

د افغانستان نوموتی کرکټر محمد نبي عیسی خېل چې پخوا د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر و، په کور دننه او بهر په بېلابېلو نوموتو سوداګریزو لیګونو کې لوبېدلی او لا هم لوبیږي.
محمد نبي اوس تازه د کورونا وایروس له امله زیان ولید، کانټیربي منلې ده چې محمد نبي به د وایلټي بلاټ لپاره کینټ سپیټ فیرز ته راستون نشي، دوی د نوموړي نه راتګ د کورونا وایروس د پېښو زیاتوالی په ګوته کوي.
د کینټ د کریکټ رییس پاول ډاونټون د محمد نبي په اړه وویل: ((په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې د کینټ سپیټ فیر په توګه د راستنیدو په شاوخوا کې یو څه لیوالتیا وه، مګر بدبختانه د دې اوسني بحران په جریان کې د کرکټ مهالویش شاوخوا ناڅرګندتیا پدې معنی ده چې سږکال دا امکان نلري.))
دوی زیاتوي:
(( د محمد نبي پخوانۍ تجربه پیاوړې وه، ځکه زموږ د مینه والو ترمنځ خورا مشهور و او دا خورا ښه لوبغاړی و چې خپله تجربه یې پياوړې ثابته کړه، امید دی چې محمد نبي به هم په نږدې راتلونکي کې زموږ سره یوځای شي.))
محمد نبي اوسمهال د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی آل رونډر لوبغاړی دی.