کورونا وایروس افغان کرکټر قیس احمد تاواني کړ

ولید خپلواک

 قیس احمد چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره په ډېرو کمو سیالیو کې لوبیږي، خو بل پلو د نړۍ په بهترینه لیګونو کې مخکښ بالر دی، اوس تازه د ګلوسټر شاېر کرکټ لوبډلې اعلان وکړ چې د افغان سوکه لیګ سوکه توپ ویشتونکی قیس احمد او د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې د چټک توپویشتونکي انډریو ټاې سره یې قراردادونه لغوه اعلان کړل.

ګلوسټر شاېر لوبډلې څه موده وړاندې د هندي اوپنر توپ وهونکې چیتیشور پوجارا سره هم لنډ مهال تړون فسخ کړې و. دا چې په انګلستان هیواد کې د جولای میاشتې تر درېمې قرنطین دی نو ډېری د کلبونو او لوبډلو مشران غواړي چې د بهرنیو لوبغاړو سره کړي قراردادنو لغوه اعلان کړي.

د ګلوسټر شاېر مشر جوهان هولینډل ویلي: (( مونږ ډېر خواشینې یوو چې دا ځل زمونږ لیګ تر ډېره امکان نلرې چې ترسره به شي، مونږ له ۳ لوبغاړو سره قراردادونه لغوه اعلان کړل، چې دا زمونږ لپاره بد خبر دی اما اوس موږ ډېر اړ یوو چې د بهرنیو لوبغاړو سره تړونونه لغوه کړو.))

یاده دې وي چې د انګلستان کورنی تجارتي لیګ ویټالیټي بلاسټ سیالۍ د کرونا ویروس له امله په لوړ ګمان ترسره نشي، ځکه خو یې ډېری مشران د بهرنیو لوبغاړو سره قراردادونه لغوه اعلانوي.