شعیب اختر: نسیم شاه ډېرو مشورو او لارښوونو ته اړتیا لري

ولید خپلواک

 د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکې شعیب اختر د پاکستاني ځوان تیز بالر نسیم شاه په اړه خپل نظر څرګند کړ او ویې ویل: (( زه احساس کوم چې په پاکستان کرکټ ملي لوبډ‌لې کې نسیم شاه ښه ځاې نیولی شي، د نوموړي په  ښه توپ اچونه کې زه ډېر زیات جذابیت ګورم چې دا د بل پاکستاني لوبغاړي په توپ اچونه کې نشته، هغه په مکمله توګه زما ځای نیولی شي.))

نوموړي زیاته کړه: ((نسیم لاهم ځوان دی او پوره کار او مشورو ته اړتیا لري، نوموړی د ټیسټ کرکټ فارمټ لپاره غوره توپ اچونکی دی او شاید د فاسټ بالرانو په لړ کې په راتلونکې کې ښه نوم ولري.))

 شعیب چې د پاکستان هیواد لپاره یې تر ۲۰۱۱ م کال پورې کرکټ وکړ او د خپل وخت سرعت لرونکی بالر و، اوس یې د نسیم شاه په اړه خپل نظر ورکړې او ویلي یې دي چې هغه په نړۍ کې په ډېر کم وخت کې ښه نوم پیدا کولی شي.