د پاکستان پخوانی لوبډلمشر: له کرکټ یې تقاعد د هیچا مشورو ته اړتیا نلري

ولید ( خپلواک )

 د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ الراونډر محمد حفیظ له خبریالانو سره په مرکه کې ویلي چې د کرکټ څخه تقاعد اخیستل یې خپله خوښه ده او دې برخه کې د چا مشورو ته هیڅ ضرورت نلري.

څه موده وړاندې پاکستاني مشهوره تبصره کوونکي رمیز راجا ویلي و: ((محمد حفیظ او شعیب ملک دې د نړیوال کرکټ څخه په ډېر درناوي ریټاېر مینټ واخلي، ځکه پاکستان کرکټ ملي لوبډله نوې لوبغاړو ته ضرورت لري او نوې لوبغاړي په پاکستان کې زیات لیدل کیږي.))

محمد حفیظ د دې خبرو په اوریدو څه وخت ځنډ وکړ خو اخر یې هم خپله خوله په رمیز راجا پرانېسته.

حفیظ وویل: ((رمیز راجا د خپل نظر د څرګندولو لپاره ازاد دی خو زما د کرکټ لوبولو یا تقاعد پریکړه د هیچا په مشورې پورې اړه نلري.))

حفیظ اوس مهال ۳۹ کاله عمر لري او د انګلستان د سفر لپاره په لوبډله کې ځای ورکړل شوې دی، یاده دې وي چې پاکستان کرکټ بورډ څو ورځي مخکې د انګلستان سفر لپاره خپله ۲۹ کسیزه لوبډله اعلان کړه چې پرته د حارث سهیل او محمد عامر څخه پکې ټول لوبغاړي ولیدل شو.