افغانستان او اسټرالیا په نومبر  کې تاریخي ټېسټ لوبه کوي

د افغانستان او اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د تاریخې ټيسټ سیالۍ ترسره کوي چې دغه سیالۍ به پيرت نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري په یوې خبرپاڼې کې ویل شوي  چې دا ټېسټ سیالۍ به د اسټرالیا په کوربه توب د نومبر په ۲۱مه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې به دوام وکړي. افغانستان کرکټ بورډ چې ډېر کم وخت ټېسټ کرکټ کې د امتیاز څښتن شوی دی، اوس د نړۍ نوموتې او پياوړې لوبډلې (اسټرالیا) خلاف ټېسټ سیالۍ ته ټټر وهلي.

د اسټرالیا سره د افغان لوبډلې دا سیالي به د افغان لوبډلې د خورا زده کړې سیالۍ وي.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجراییه رییس لطف الله ستانکزي هیله ښودلې چې تر هغې به د کرونا ناروغۍ خطر کم شي او دا لوبه به ترسره شي.

د ستانکزي په وینا دا ټېسټ لوبه به د افغانستان د کرکټ ټیم لپاره یوه ښه تجربه وي.

افغانستان کرکټ ملي لوبډله  په ټېسټ سیالیو کې تر دې مهاله ښه روانه ده، دې لوبډلې تر اوسه له بنګله دېش، ایرلنډ، هندوستان او ویسټ انډيز سره سیالۍ ترسره کړي دي  چې له لومړیو دوه لوبډلو یې بریا خپله کړې، خو له وروستیو دوو یې بیا ماتې منلې ده.

په کرکټ کې ټېسټ فارمټ مسلکي برخه بلل کیږي او باید هر لوبغاړی پکې ولوبیږي.